په افغانستان کې دې د اهل تشیعَ پرغوښتو ارزونه وشي
د افغانستان د شیعه عالمانو دشورا په افغانستان کې د اوسني نظام په ملاتړ سره د اهل تشیّع د روا او ضروري غوښتو باندې د غور غوښتنه کړې ده.
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی، د افغانستان د سرپل ولایت د شیعه عالمانو د شورام مشر سید رضا علامي زاده ددغه ولایت د قومونو او قبایلو په یوې غونډې کې ووئیل، د افغانستان د اهل تشیّع ټولنې د پیروکارو ضروري او روا غوښتنې مو د طالبانو حکومت ته جوت ډول رسولي او دغه کار به بیا هم و کړو.
هغه زیاته کړ ې ده ، په تیرو درو کلونو کې د طالبانو د حکومت کړچار او فعالیتونه قانع کونکی دي او مونږ ددغه اسلامی نظام ترڅنګ ولاړ یوو.
زمونږخبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړی، عالمی زاده په دوام کې وئیلي دي ، د اسلامی نظام د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره په افغانستان کې د وحدت پیاوړتیا باندې مونږ ټول ټينګار کوو او دحکومت مسئولان هم باید دوحدت اویووالی موضوع ته توجه وکړي.
ددغې غونډې نورو یوشمیر عالمانو او ویناوالو په ټولو حکومتی سویو کې د اهل تشیّع د رول غوښته وکړه او ټينګار ئې وکړ، دغه اقدام دحکومت او ولس ترمینځ د رابطې دټينګیدا او د هغوي د پیاوتیا سبب کیږي.
دوی همداراز د خلکو په ګټه د سرپل ولایت کې د تیلو او ډبرینو سکورو د ویستنې له عایداتو څخه د دغه ولایت په ځينو برخو کې لګښتونو باندې ولګول شي.
له دې مخکې د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا غړو،د افغانستان د حکومت د ریس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنې کې،د مکتوب په بڼه ددغه هیواد داهل تشیّع ټولنې د غوښتو او وړاندیزونو لیسټ وړاندې کړی دی.مولوی عبدالکبیر هم وئیلي وو،د افغانستان حکومت د ټولو قومونو په وړاندې یو شان مسئولیّت لري او دخلکو خدمت کول ددغه حکومت ترټولو مهمه دنده ده.