تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲۵ ښوونځي جوړ شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154300-تېرو_۶_میاشتو_کې_په_افغانستان_کې_۱۲۵_ښوونځي_جوړ_شوي
د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو ویلي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې يې په دې هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي او څه باندې ۳۰ مدرسې جوړې کړې دي.
(last modified 2024-11-15T05:28:54+00:00 )
Nov 15, 2024 09:50 Asia/Kabul
  • تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲۵ ښوونځي جوړ شوي

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو ویلي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې يې په دې هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي او څه باندې ۳۰ مدرسې جوړې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند منصور احمد حمزه ویلي چې، دا ښوونځي او مدرسې د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د مرستندویه بنسټونو او ملي سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.

حمزه دغه راز ویلي چې، دمګړۍ په ټول افغانستان کې نږدې ۱۱ میلیونه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

د چارواکو په خبره، د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت زده کوونکو ته د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت احاطوي دېوالونه، د برښنا سیسټم، د څښاک پاکو اوبو څاګانې او نورې اسانتیاوې برابرې کړې دي.