له ۲۸ میلیونه ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154314-له_۲۸_میلیونه_ډېر_افغانان_بېړنیو_مرستو_ته_اړتیا_لري
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې سږکال د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
(last modified 2024-11-15T21:42:29+00:00 )
Nov 16, 2024 02:07 Asia/Kabul
  • له ۲۸ میلیونه ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې سږکال د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه صندوق د لړم پر ۲۵مه، په يوې بیانې کې ليکلي چې د افغانستان خلک د لسيزو جګړو، شدېدې وچکالۍ، د خوړو نه‌خونديتوب، طبيعي پېښو او بې ځايه کېدو له منفي اغېزو سره مخ دي.

د بیانیې پر بنسټ، د اړمنو کسانو  له ډلې ۱۳.۸ ميليونه يې ښځې او نجونې دي.

په بیانیې کې راغلي: «په داسې حال کې چې ټول له دې ډول ناورینونو څخه اغیزمنېږي، خو ښځې، نجونې، معلولان او عمرخوړلي ډېری په نامتناسب ډول اغېزمن شوي دي.»

د یادونې ده چې څو میاشتې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍUNHCR) ) ویلي وو چې د طالبانو محدودیتونو افغان مېرمنې ډېرې زیانمنې او مرستې ته اړې کړې دي.

څو ورځې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP)  د اکتوبر میاشتې په راپور کې ویلي وو چې په راتلونکي ژمي کې ۱۴.۸ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.