د افغانستان په شاوخوا کې امنیتی کمربند ته هیڅ ضرورت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154334-د_افغانستان_په_شاوخوا_کې_امنیتی_کمربند_ته_هیڅ_ضرورت_نه_لري
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ووئيل،د افغانستان په شاخوا کې  د امنیتی کمربند  جوړولو ته هیڅ ضرورت نه لري او  په هیواد کې امنیت کنټرول دی.
(last modified 2024-11-16T05:34:46+00:00 )
Nov 16, 2024 09:35 Asia/Kabul
  • د افغانستان په شاوخوا کې امنیتی کمربند ته هیڅ ضرورت نه لري

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ووئيل،د افغانستان په شاخوا کې  د امنیتی کمربند  جوړولو ته هیڅ ضرورت نه لري او  په هیواد کې امنیت کنټرول دی.

تسنیم خبری آژانس راپور روکړی،دګډوګټو هیوادنو ته له افغانستانه د وسلو او نشه ایزو موادو د قاچاق د خبر په غبرګون کې د افغانستان د طالبانو  ویندوي  په یوې اعلامیې کې روښانه کړې ده،چې د افغانستان ګیرچاپيره  دامنیتی کمربند رامینځةکولو ته هیڅ اړتیا  نشته.

ذبیح ا... مجاهد همداراز په افغانستان کې دامنیت په کنټرول باندې په ټينګار سره ووئيل،د خراسان داعش په شان ترهه ګرې ډلې په ښه  ډول ځپل شوي دي.

له بل پلوه، د سیاسی چارو کارپيژاند یحیی چاووشله سپوټنیک  سره په خبرو کې ووئيل، په هغو سیمه ایزو غونډو کې  چې د امنیتی کمربند د رامینځة کیدا په باب پکې بحث کیږي، باید مشخصه شي چې  ددغه پلان موخه څه ده او آیا ټاکل شوې ده  د افغانستان په ګیرچاپيره یا  یوازې د ګډو ګټو  هیوادونو په پولو کې  دغه پلان اجرا کیږي.

د سیاسی مسئلو دغه کارپوه  ووئيل؛ دمګړئ،د خراسان داعش ډلې حملې ډيرې کمې شوي دي،او ګاونډي هیوادونه باید لازیات  خپلو داخلی ګواښونو ته توجه وکړي. هغه اشاره کړې چې  په قزاقستان کې څو کاله مخکې  کودتا د هغو ډلو له امله وه چې  په افغانستان کې نه ،بلکې ددغه هیواد په داخل کې ئې فعالیت کاوۀ او و باید دوي دې دخپلې خاورې په داخل کې  په امنیتی وضعیّت توجه وکړي.