د اوبو ښه مدیریت د سرپرست حکومت مسئولیت دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154530-د_اوبو_ښه_مدیریت_د_سرپرست_حکومت_مسئولیت_دی
د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په اوسنيو شرایطو کې له نړۍ سره د سیالۍ او د اقتصادي ودې لپاره د اوبو ښه مدیریت یو ملي مسئولیت ګڼي.
(last modified 2024-11-23T00:50:03+00:00 )
Nov 23, 2024 05:14 Asia/Kabul
  • د اوبو ښه مدیریت د سرپرست حکومت مسئولیت دی

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په اوسنيو شرایطو کې له نړۍ سره د سیالۍ او د اقتصادي ودې لپاره د اوبو ښه مدیریت یو ملي مسئولیت ګڼي.

نوموړي د اوبو او انرژۍ وزارت د علمي-تخنیکي سیمینار په وروستۍ غونډه کې ویلي چې، اقلیمي بدلون، د هوا د ککړتیا د کچې لوړېدل او د بشر ورځ تر بلې زیاتیدونکې اړتیاوې په نړۍ کې د اوبو د کمښت لامل شوي او دې چارې د هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو هم اغېز کړی دی.

هغه په وروستیو درېیو کلونو کې د افغانستان د اوبو مدیریت ته په اشارې سره ټینګار کوي چې سرپرست حکومت له ټولو امکاناتو څخه په ګټنې د دې هېواد د اوبو د ښه مدیریت لپاره په کلک هوډ سره هڅه کوي.

د افغانستنا د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هم په دغه پروګرام کې ویلي چې یاد وزارت د دې هېواد د انرژۍ او اوبو د مدیریت په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او دمګړۍ په دې برخو کې پر یو شمېر لویو پروژو کار روان دی.