افغانستان له ایران سره هر ډول ملګرتیاته تیار دی
د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران د سفارت له نوي مشر سره همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د بهرنيو چارو په وزارت کې د افغانستان لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د خدای په آمانۍ کتنې کې ووئيل؛له ايران سره د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره کار کوي.
زمونږ خبریال د آوا له قوله راپور راکړ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن په ایکس پاڼه کې یو مطلب خپور کړی او لیکلی ئې دی چې د افغانستان خارجه وزیر ددغه هیواد لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی سره د خداي په آمانۍ په لړ کې کتنه کړې او وئيلي ئې دي چې له ایران سره هرډول ملګرتیاؤ ته تیار دي او له ګاونډیانو سره ښه تعاملات غواړي.
تکل وائي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د پرمختګونو په اړه د نظر تبادله وکړه.
مولوي امیرخان متقي د خپل ماموریت په موده کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د ځانګړي استازي او د دغه هیواد د سفیر هڅې وستایلې.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت له نوي سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې کار وکړي.
باید وویل شي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوه فرمان پر اساس، د دغه وزارت د قونسلګرۍ پخوانی مرستیال علیرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګۍ د دفتر د نوي ولسمشر په توګه معرفي شو.
له دې بدلون سره په کابل کې د ایران د سفارت د مشر په توګه د ښاغلي کاظمي قمي ماموریت پای ته ورسېد، خو د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه د هغه فعالیتونه لا هم دوام لري.