د افغانستان سفارت به طالبانو ته و نه سپارل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155006-د_افغانستان_سفارت_به_طالبانو_ته_و_نه_سپارل_شي
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې ویلي، اوسلو به د افغانستان سفارت طالبانو ته ونه سپاري.
(last modified 2024-12-07T02:09:56+00:00 )
Dec 07, 2024 06:35 Asia/Kabul
  • د افغانستان سفارت به طالبانو ته و نه سپارل شي

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې ویلي، اوسلو به د افغانستان سفارت طالبانو ته ونه سپاري.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سپن بارت آیده د افغانستان په طبي ښوونیزو مؤسسو کې د ښځو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې تینګار کړی چې ناروې له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې کموي.

د ناروې حکومت تېر کال د طالبانو په غوښتنه په اوسلو کې د افغانستان سفارت چې د جمهوري غوښتونکو ډیپلوماتانو له خوا پرمخ وړل کېده، وتړلو.

تر دې مخکې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د رسمي چینلونو له لارې د افغان نجونو د طبي زده کړو د بندیز د سم والي په اړه څېړنه کوي، خو تر اوسه یې رسمي تائید نه دی ترلاسه کړی.

یوناما ټینګار کړی چې که دا حکم رښتیا وي، نو له طالبانو غواړي چې د افغان ښځو او نجونو پر ژوند او د دې هېواد د ټولو خلکو پر ژوند د منفي پایلو له امله، د دې فرمان پر تطبیق له سره غور وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوتریش د افغان طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی تر څو چې د ښځو پر وړاندې تبعیض بند نه کړي، په نړیواله ټولنه کې به ونه منل شي.

د افغان طالبانو حکومتي چارواکي، قوانين او مقررات د اسلامي شريعت پر بنسټ ګڼي او وايي چې په اسلامي او شرعي ارزښتونو به له هېچا سره جوړجاړی ونه کړي.

د افغان طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو پر قانون هر ډول نیوکې اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی بللی دی.