افغان طالبان لا هم د القاعدې د غړو کوربهتوب کوي
Dec 14, 2024 02:59 Asia/Kabul
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د القاعده شبکې غړو کوربهتوب او همداراز له ټيټيپي ملاتړ کوي.
نوموړي وزارت دا موضوع په هغه راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال پرمهال ترهګریزو ګواښونو ته پوښښ ورکوي، مطرح کړې ده.
ورته مهال، راپور زیاتوي چې ټيټيپي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ازاد ډول تګراتګ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې دا هم راغلي چې داعش په افغانستان کې د یو جدي ګواښ په توګه پاتې دی او د طالبانو غړي یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
طالبان بیا په وار وار په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو حضور رد کړی دی.
ټیګونه