طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې په کندهار کې فعالیت بند کړي
په کندهار کې په یوه نوي بدلون کې ځایي سرچینو ویلي چې طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې خپل فعالیتونه بند کړي او روانې پروژې غیر دولتي داخلي ادارو ته وسپاري.
د سرچینو د راپور له مخې د کندهار لپاره د طالبانو والي شیرین اخوند، په یوه لیک کې نړیوالو موسسو ته امر کړی چې خپل فعالیتونه بند کړي.
دغه لیک د کندهار د والي او په کندها رکې د طالبانو د اقتصاد ریاست له لوري استول شوی دی.
د نړیوالو ادارو د فعالیت د بندېدو فیصله هغه وخت وشوه چې په کندهار کې د طالبانو مشر او د کابینې غړو په دې اړه څو غونډې وکړې.
طالبان ټینګار کوي چې نړیوالې موسسې باید د ۲۰۲۵ کال لپاره خپلې پروژې داخلي موسسو ته وسپاري.
راپورونه وایي چې د طالبانو مشر نړیوالې ادارې په جاسوسۍ تورنې کړي او غواړي د هېواد په ټولو ولایتونو کې د هغوی فعالیت بند کړی.
تراوسه نړیوالو ادارو په دې اړه څه نه دي ویلي.