افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155650-افغانستان_او_پاکستان_په_تیره_اونۍ_کښې
د تهران راډیو مینه والو د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو د جاجولو له اونیز پروګرام سره مو په خدمت کښې یو،
(last modified 2024-12-28T07:36:43+00:00 )
Dec 28, 2024 11:48 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو مینه والو د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو د جاجولو له اونیز پروګرام سره مو په خدمت کښې یو،

په تیره اونۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ښه ګاونډیتوب د سیاست تعقیبونې ته د تهران جدي هوډ ته په اشارې سره، د افغانستان حالاتو ته د ایران په ځانګړې پاملرنې او پایداره امنیت، ثبات او پراختیا ته د دغه هیواد د رسیدو لپاره یې د خلکو په ملاتړ ټینګار وکړ.

په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت نوي سرپرست علیرضا بیګدلي له خارجه وزیر سید عباس عراقچي سره په ملاقات کښې، د خپل ماموریت له سیمې د یو رپورټ په وړاندې کولو سره د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د اړیکو او ملګرتیا د پراختیا د بهیر د تعقیبونې په لړ کښې راتلونکي پروګرامونه تشریح کړل.

همداشان تیره اونۍ د ایران د خراسانِ رضوي ولایت یوه ډله اقتصادي فعالانو او مدیرانو د اقتصادي او تجاري راکړو ورکړو او اړیکو د پراختیا او په دوغارون سرحد کښې د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه د خبرواترو لپاره د افغانستان هرات ولایت ته سفر وکړ.

د خراسان رضوي ولایت د صنعت، معدن او تجارت د برخې مشر مدیر امیر رجبي ویلي چې د کرهڼې او د تبدیلي او معدني صنایعو په برخو کښې د تخنیکي او انجنئیري خدماتو د صادراتو زیاتول، د خراسانِ رضوي د صادراتو د پراختیا له لومړیتوب دی او د دوغارون او سرخس په آزادو سیمو کښې موجودو ظرفیتونو او له افغانستان سره د ټرانسپورټ او ټرانزټ د بهیرونو اسانولو او د ګډو ملګرتیاو پراختیا ته په پام سره، د دې ولایت د صادراتي اهدافو په پوره کیدو کښې مرسته کیدې شي.

هغه د هرات د سوداګرۍ او پانګونې د خونې له مشر «یونس قنواتی» سره د لیږل شوي پلاوي کتنې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې په دوغارون سرحد کښې د سوداګري ستونزو د څیړنې په ترڅ کښې، په صادراتي پيکیج کښې بدلون او له افغانستان سره د راکړې ورکړې په پراختیا کښې د دوغارون او سرخس د آزادو سیمو د ملګرتیاؤ څیړنه او د ټرانسپورټ او ټرانزټ آسانتیا په دغې کتنې کښې نور مطرح شوي موضوعات وو.

د سرخس د اقتصادي سیمې د عامل مدیر په وینا، دغاه سیمه له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره بې مثاله وړتیا لري او د دواړو لورو د ظرفیتونو په فعالیدو او په هڅونو سره، له افغانستان سره د تجارت اندازه ډیر لوړ حد ته رسیدې شي.

خراسانِ رضوي ولایت ختیځ لوري ته له افغانستان سره ۳۰۲ کیلومیټره ګډه پوله لري او د تایباد ولسوالۍ د دوغارون سرحدي لاره او ګمرک، د هرات ولایت له لارې افغانستان ته د ایران د صادراتو لاره ده.

هرات ښار چې ۴ میلیون تنه نفوس لري، له دوغارونه ۱۲۰ کیلومیټره واټن کښې پروت دی او یو کلتوري او اقتصادي ښار دی. دغه ښار همداشان په ۳۲۰ تولیديو او فابریکو سره یو صنعتي ښارګوټی هم لري.

*/*/*/*/

په تیره اونۍ کښې د ایران یو پوه بنسټه شرکت اعلان وکړ چې د ماډرن پایو او د اصلاح شویو تخمونو په تولید سره، د ۴ میلیارډ تومنو په ارزښت خپله اولنۍ صادراتي محموله افغانستان ته صادروي. دغې ټولګې د ماډرن ټیکنالوجۍ او د تخصصي نیالګیو په تولید کښې د علمي لاسته راوړنو په کارولو سره، د کرهڼیزو محصولاتو د کیفیت په ښه کولو او د صادراتي وړتیاو په زیاتولو کښې یو اغیزناک ګام پورته کړی دی.

د نفوسو زیاتیدو ته په پام سره د اصلاح شویو نیالګیو او د باغدارۍ د ماډرن طریقو استعمال له مخکښې نه زیات ضروري ښکاري، په هم دې لړ کښې په پرمختللو هیوادونو کښې د روټ سټاکس  rootstocksطریقه د یوې ثابتې شوې حل لارې په توګه له څو لسیزو راهیسې دود ده.

د ونو د عمل زیاتول او زر بار ورکول، د یوشان او کیفیت لرونکو میوو تولید، د باغ یولاس والی او په کرلو او ریبلو کښې اسانتیا، د د آفتونو او ناروغیو په وړاندې د ونو لازیات مقاومت او د ونو د شنډوالي کمیدل، د دې طریقې ګټې او مزیتونه دي.

*/*/*

تیره اونۍ د خراسانِ رضوي په ختیځ کښې د تایباد ولسوال وویل: د دوغارون په ګمرک کښې د افغانستان په لور د تلونکو ایراني او افغانستاني لاریو د تمیدو لیکه ختمه شوې ده.

مهدي شیردل د دوغارون سرحد د غږملتیا کمیټې په دوویشتمې غونډې کښې زیاته کړه: د دوغارون سرحد د کاري بهیر بدلون او د سهار له اووه نیمو بجو نه د شپې تر یوولسو بجو یې د کار د وختونو پراخیدل او په دغه سرحد کښې د اجرايي ادارو بدلون له هغو اقداماتو دي چې په دې رسمي سرحد کښې د ایراني او بهرنیو لاریو د پاتې کیدو په وخت کښې د کمي لپاره ترسره شوي دي.

د هغه په وینا، په دوغارون سرحد کښې د لاریو د تمیدو کمیدل د ایراني او افغان لارۍ چلوونکو ډیره مهمه غوښتنه وه چې د ټولو اړونده ارګانونو په مرستې او ملګرتیا سره دغه انتظار ډیر کم شوی دی.

د دوغارون په سرحد کښې هره ورځ څه باندې ۷۰۰ په صادراتي، وارداتي او ټرانزټي شیانو بار او هم تشې لارۍ د ایران او افغانستان ترمینځ تګ راتګ کوي. د دوغارون سرحد په مختلفو برخو کښې د ضروري بیخ بناو برابریدل په دغه سرحد کښې د حمل و نقل په برخه کښې د چټکتیا او روانۍ د زیاتوالي لامل کیږي.

ښاغلي شیردل دې ټکي ته په اشارې سره چې د دوغارون سرحد د ایران په پنځو سترو او فعالو اقتصادي ګمرکونو کښې راځي، زیاته کړه: افغانستان د خراسان رضوي اولنی صادراتي او لسم وارداتي شریک دی او له دغه هیواد سره د تعاملاتو زیاتول، د مقابل لوري ملګرتیا او همکارۍ ته اړتیا لري. هغه وویل چښې د ایران او افغانستان د تجارتي تعاملاتو سویه په کال کښې څه باندې درې میلیارډ ډالرو ته رسي.

 */*/*

تیره اونۍ پاکستان هم له مختلفو پيښو سره مخامخ و چې ترټولو مهمه په کښې د ایران د قزوین ولات او د پاکستان د اقتصادي قطب په توګه د کراچۍ د سوداګرۍ او صنایعو د خونو ترمینځ د ملګرتیا د هوکړې لاسلیکیدل وو.

د ایران د تیلي محصولاتو د انجمن مشر او د قزوین د سوداګرۍ خونې د انرجۍ د کمیشن رییس «جعفر ا... وردي ها» ټینګار وکړ چې د خوراکي موادو، کاغذ، کرهڼیزو صنایعو، کیمیايي موادو، وینځونکو شیانو، د ګاډو د پرزو وغیره په شان تولیداتو په برخه کښې د پاکستان له تولیدونکو، سوداګرو او اقتصادي ارګانونو سره ملګرتیا ته تیار یو.

د پاکستان د سوداګرۍ د پراختیا سازمان اجرايي مشر«زبیر موتي والا» هم په مختلفو برخو کښې د ایران توانمنیو ته په اشارې سره ایراني پانګه والو ته بلنه ورکړه چې د باسمتي وریجو په شمول د مختلفو محصولاتو د تولید لپاره له پولو د بهر کرهڼې په چوکاټ کښې، په پاکستان کښې پانګونه وکړي.

د هغه په وینا، د دواړو هیوادونو پّ تجارت کښې ۲۰ میلیارډ ډالري ظرفیت موجود دی خو مختلفو سیاسي او غیرسیاسي وجوهاتو، د تجارت لوړې اندازې ته رسیدل له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په دې وجه هغه باوري دی چې سیمه ایز تجارت د دوه اړخیزې سوداګرۍ ترڅنګ زیات کړو چې وکړې شو په مناسب لګښت سره تولیدات ولرو.

همداشان په کراچۍ کښې د ایران سرکنسول حسن نوریان هم په یوه وینا کښې، د تجاري پلاویو د تګ راتګ زیاتوالی، د متقابلو اړتیاؤ او توانمنیو څخه د طرفینو د معلوماتو د زیاتوالي لامل  وبلل او ویې ویل: د ایران خارجه وزارت د اقتصادی ډیپلماسۍ په چوکاټ کښې او ګاونډیانو ته د لومړیتوب ورکولو د سیاست په تعقیبونې سره، تل د ایران او پاکستان ترمینځ د تجارت اسانولو ته چمتو دی. */*/

په تیره اونۍ کښې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د افغانستان له سرپرست حکومت سره، ترهګرۍ ضده مذاکراتو ته د خپل هیواد د چمتووالي په اعلانولو سره، د پاکستان تحریکِ طالبان ترهګره ډله د اسلام آباد سره کرښه وبلله او له کابله یې وغوښتل چې د ترهګرۍ خلاف دې یوه معلومه تګلاره اجرا کړي.

هغه ټینګار وکړ، له افغانستان سره د اړیکو پراختیا او د ترهګرۍ پراختیا په یو وخت د منلو وړ نه ده او اسلام آباد هیڅکله د خپل هیواد او خلکو له امنیت څخه نه تیریږي.

د شهیاز شریف په وینا، د افغانستان خاوره لاهم د ګاونډیانو خلاف استعمالیږي او د ټي ټي پي کسان په امنیتي ځواکونو باندې د حملو په پلانولو او د پاکستان د بیګناه خلکو په وژلو کښې لاس لري.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د افغانستان په خاوره کښې د دغه هیواد وروستي عملیات، د تحریکِ طالبانِ پاکستان د پټنځیو خلاف وبلل او ټینګار یې وکړ چې اسلام آباد د افغانستان د حاکمیت احترام کوي خو د پاکستان خلاف له هر ډول شرارت سره به مقابله وکړي.

*/*/*

تیره اونۍ د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې په تهران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سره د دغه هیواد د ځانګړې امنیتي کمیټې د وروستۍ غونډې په هکله وویل: زمونږ ګډون، په پولو کښې د صلحې او امنیت لپاره دی او اسلام آباد د ترهګرۍ خلاف له ایراني دوستانو سره په نزدې همکارۍ ژمن دی.

میرمن ممتاز زهرا بلوچ وویل: د رابطو پوځي افسرانو ګمارل چې په دې وروستیو میاشتو کښې د ایران او پاکستان ترمینځ مبادله شول، په دوه اړخیزو همکاریو کښې یو مثبت بدلون ګڼل کیږي.

هغې زیاته کړه چې پاکستان د ایران له اسلامي جمهوریت سره په ګډو موافقو باندې په بشپړه توګه پابند دی او د ګډو ګواښونو خلاف د ایران او پ؟اکستان پیاوړې مبارزې ته به دوام ورکړي.

*/*/*/

تیره اونۍ پاکستانیانو د پاړه چنار د غمیزو په غندنه کښې مظاهرې وکړې.

د پاکستان سیاسي ګوندونو او شیعه مذهبي ډلو تیره چارشنبه د پلازمینې اسلام آباد په شمول د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کښې د پاړه چنار د خلکو د حالاتو په خرابیدو په تیره بیا د تکفیري عناصرو له خوا د ملکي وګړو په بې رحمه وژلې باندې په اعتراض او غندنه کښې پراخې مظاهرې وکړې.

په لاهور، ملتان، کراچۍ او حیدرآباد کښې شیعه مذهبي ډلو د تکفیري او ترهګرو عناصرو له خوا د پاړه چنار ښار د شیعه مسلمانانو د بې رحمانه وژلې په غندنه کښې اعتراضي پرلتۍ ووهلې.

د مجلسِ وحدتِ مسلمین په بلنه د اسلام آباد پریس کلب په وړاندې د پاړه چنار د خلکو په قتل عام باندې د اعتراض کونکو تجمع وشوه او ګډونوالو په پاړه چنار کښې د امنیت په سمدستي ټینګښت او د ترهګرو بریدونو د عواملو په پیژندلو کښې د حکومت او امنیتي ادارو نرم چلند وغنده.

له دې مخکښې د تیرې اونۍ په سنه شنبې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم  د پاړه چنار د خلکو لپاره د دملیزو او خوراکي اړتیاو د سمدستي استولو او پيښور او اسلام آباد ته د ناروغانو د انتقال لپاره د څو چورلکو د ځانګړې کولو حکم صادر کړی و.

/**/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی