په نيمروز کې پر نشه يي توکو ٢٧ روږدي کسان مړه شوي
په نیمروز کې ځايي سرچینې وایی چې په تېرو ۱۱ ورځو کې په دغه ولایت کې د لوږې او د سرپناه د نه لرلو له امله پر نشه یی توکو ۲۷روږدي کسان مړه شوي دي.
سرچينو زیاته کړې چې د مړو شویو کسانو جسدونه د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار له بېلابېلو سيمو را ټول شوي او د دغه ولايت د روغتون سړې خونې ته لېږدول شوي دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو د مړينې لامل لوږه، سړه هوا او د سرپناه نشتوالی وو.
سرچينو څرګنده کړې، چې د ۱۴ قربانیانو هويت معلوم شوى او د ١٣ نورو پېژاند لاهم څرګند نه دی.
له بلې خوا يوې سرچينې تاييد کړه چې د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار په دويمه امنيتي حوزه کې د يوه یو مياشتني ماشوم مړى هم موندل شوى دى.
په نيمروز کې د طالبانو ځايي چارواکو هم د دغو روږدو کسانو مړینه او د ماشوم د جسد موندل کېدل تاييد کړي دي.
په تېرو دوو مياشتو کې په نيمروز ولایت کې پر نشه يي توکو ٨٥ روږدي کسانو د ورته لامل په پایله کې خپل ژوند بایللی وو.