د پاکستان او افغانستان په پولو کې تاؤتریخوالی دوام لري
تهران ریډیوـ په پاکستان کې خبری سرچینو د افغانستان له پوله ساتونکو سره د پاکستان د سرحدي ځواک د ډزو دمبادلې د خبر په ورکولو سره راپور ورکړی، چې په دغو ډزو کې دافغانستان یو پوله ساتونکی طالب مامور وژل شوی او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي.
زمونږ خبریال د ایرنا له قوله راپور ورکړی، د پاکستان خبری رسندویو وئيلي دي، دپاکستان به شمال لویدیځ کې په مومندو او باجور سرحدي سیمو کې چې د افغانستان له سرحدي پتئ سره تړلي سیمې دي ، دافغانستان له خاروې د هاوانو له ډزو سره مخ شوي دي.
په پاکستان کې خراسان ډایري په یوه راپور کې لیکلي دي، ددواړو هیوادونو د پوله ساتونکو ترمینځ د درندو ډزو مبادله لامل شوې چې دافغانستان په ختیځ کې واقع د سرحدي سیمې په سلګونو اوسیدونکي له خپلو کورونو وکوچیږي.
دغې رسانۍ په دغه راپور کې لیکلی دي ، چې د افغانستان په خاوره د روانې میاشتې په لومړیو کې د پاکستان له هوائي بمباریو وروسته او دغه راز د پاکستان په خاوره دپر ځينو ټارګټونو د طالبانو دحکومت غچ اخستونکي حملې ددواړو لورو ترمینځ پوله ایز تاؤتریخوالی دومره زیات کړ چې ددواړو لورو ترمینځ د سرحدي تاؤتریخوالي ددوام د پایلو به باب اندیښنه څرګنده کړې ده.
د اسلام اباد چارواکی په افغانستان سرحدي پټئ کې د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي تي پي ترهه ګرې ډلې سره اړونده څو پټنځایونو د تباه کولو مدعی شوي ، البته د کابل چارواکي وائي ، د پاکستان په هوائي حملې کې عام خلک وژل شوي دي. په همدې ارتباط او په پکتیکا ولایت باندې د پاکستان د پوځ په هوائي حملې پسې دافغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، چې په کابل کې ئې د پاکستان د سفارت سلایار احضار کړی او ددغه اقدام په باب ئې ورته خپل اعتراض رسولی دی.