د عراقچي سفر د طالبانو د رسمیت‌پېژندنې په مانا نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156776-د_عراقچي_سفر_د_طالبانو_د_رسمیت_پېژندنې_په_مانا_نه_دی
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر عليرضا بېک‌دلي» وايي چې افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي سفر د طالبانو د رسمیت‌پېژندنې په مانا نه دی.
(last modified 2025-01-28T03:26:29+00:00 )
Jan 28, 2025 07:43 Asia/Kabul
  • د عراقچي سفر د طالبانو د رسمیت‌پېژندنې په مانا نه دی

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر عليرضا بېک‌دلي» وايي چې افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي سفر د طالبانو د رسمیت‌پېژندنې په مانا نه دی.

ایسنا خبري اژانس نن د بېک‌دلي په حواله راپور ورکړی چې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي سفر د دواړو هېوادونو د ګټو پر بنسټ ترسره شوی دی.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د عراقچي سفر به د طالبانو د رسمیت‌پېژندنې په مانا وي، زیاته کړې چې د دغې ډلې رسمیت‌پېژندنه یو حقوقي بهیر دی.

بل‌خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته له خپل سفر وروسته رسنیو ته ویلي چې د اوبو حقابه، د سرحدونو  امنیت او د افغان کډوالو موضوع د دواړو خواوو ترمنځ شته ستونزې دي.

عراقچي لومړنی لوړپوړی ایراني چارواکی و چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کابل ته سفر وکړ.

هغه د دې سفر په بهیر  کې له طالب چارواکو سره د ایران د  اوبو حقابې، کډوالو، د  سرحدونو د امنیت او د نشه ئیزو توکو د قاچاق په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو خبرې‌اترې کړې دي.

که څه هم ایران طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې له دغې ډلې سره خپلې ډيپلوماتیکې اړیکې پاللې دي.