طالبان هڅه کوي په هند کښې د افغانستان سفارت بیرته خلاص کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157178-طالبان_هڅه_کوي_په_هند_کښې_د_افغانستان_سفارت_بیرته_خلاص_کړي
طالبان وايي چې دوی په هند کې د افغانستان د سفارت کنټرول په لاس کې د اخیستلو هڅه کوي.
(last modified 2025-02-09T23:31:54+00:00 )
Feb 10, 2025 03:56 Asia/Kabul
  • طالبان هڅه کوي په هند کښې د افغانستان سفارت بیرته خلاص کړي

طالبان وايي چې دوی په هند کې د افغانستان د سفارت کنټرول په لاس کې د اخیستلو هڅه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، په دې اړه له هندي چارواکو سره خبرې اترې شوي دي.

له همدې امله، طالبانو د دې ډلې له خوا د تایید وړ ډیپلوماتانو لیست هند ته لیږلی دی.

د تېر کال په نومبر کې، د طالبانو حکومت اکرام الدین کامل په ممبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د خپل استازي په توګه وټاکه.

د سنډې ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، درې نور طالب ډیپلوماتان به هم ډېر ژر ډیلي ته واستول شي.

باخبره سرچینو ویلي چې محمد نعیم نعمان، سید معصوم عاصم او صفی الله جبارخیل به ډیر ژر ډیلي ته واستول شي او احتمال لري چې د افغانستان د سفارت مسئولیت به په غاړه واخلي.

په هند کې د افغانستان سفارت تېر کال خپل دایمي بندیدل اعلان کړي وو.

د پخواني حکومت یو ډیپلومات فرید ماموندزي د دې بندېدو لامل د هند حکومت د همکارۍ نشتوالی او د طالبانو فشار بللی و.