د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافرو وړونکي اورګاډي فعالیت پیلېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158128-د_ایران_او_افغانستان_ترمنځ_د_مسافرو_وړونکي_اورګاډي_فعالیت_پیلېږي
د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال اعلان کړی چې د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافرو وړونکي اورګاډی به په نږدې راتلونکي کې فعال شي.
(last modified 2025-03-13T05:54:50+00:00 )
Mar 13, 2025 10:18 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافرو وړونکي اورګاډي فعالیت پیلېږي

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال اعلان کړی چې د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافرو وړونکي اورګاډی به په نږدې راتلونکي کې فعال شي.

جبارعلي ذاکري د خواف-هرات اورګاډي له لارې د اروپا د ټرانزیټ مالونو او له ګاونډیو هېوادونو سره د رېل پټلۍ له لارې د ټرانزیټ د زیاتوالي خبر هم ورکړی دی. 

نوموړي د ایران د ریل ټرانزیټ د وروستیو پرمختګونو او د خواف-هرات د اورګاډي د ارزښت په اړه ویلي چې د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ اتصال او ټرانزیټ ورځ تر بلې ډېرېږي.

د ایران د اورګاډي ادارې مشر ویلي، د خواف-هرات د کرښې له لارې د بار انتقال ښه شوی او د افغانستان د ریل ټرانزیټ د پراخولو لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي. ایراني چارواکو ویلي، د خواف-هرات اورګاډي کرښه نه یوازې د بار، بلکې د مساپرو لپاره هم فعاله کېږي.