افغانستان، د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د پولي تړون هرکلی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158190-افغانستان_د_تاجکستان_او_قرغیزستان_ترمنځ_د_پولي_تړون_هرکلی_کړی
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي اختلاف د حل لپاره د لاسلیک شوي تړون هرکلی کړی دی.
(last modified 2025-03-16T02:46:25+00:00 )
Mar 16, 2025 07:07 Asia/Kabul
  • افغانستان، د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د پولي تړون هرکلی کړی

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي اختلاف د حل لپاره د لاسلیک شوي تړون هرکلی کړی دی.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه هوکړه به د سیمې ثبات، اقتصادي پراختیا او د متقابل باور پیاوړتیا ته وده ورکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې تل یې د سولې، تفاهم او سیمه‌ ایزو همکاریو ملاتړ کړی او باور لري چې دغه تړون به په منځنۍ آسیا کې د دوامداره سولې او همکارۍ نوی فصل پرانیزي.