افغانستان، د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د پولي تړون هرکلی کړی
Mar 16, 2025 07:07 Asia/Kabul
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي اختلاف د حل لپاره د لاسلیک شوي تړون هرکلی کړی دی.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه هوکړه به د سیمې ثبات، اقتصادي پراختیا او د متقابل باور پیاوړتیا ته وده ورکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې تل یې د سولې، تفاهم او سیمه ایزو همکاریو ملاتړ کړی او باور لري چې دغه تړون به په منځنۍ آسیا کې د دوامداره سولې او همکارۍ نوی فصل پرانیزي.
ټیګونه