طالبان خپلو ګټو ته د ژمنو رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د خبریال د ملي ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې، په دې هېواد کې د رسنیو وضعیت په ښه لوري روان دی.
نوموړي ویلي چې د هغو رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي چې د دوی او د طالبانو ګټو ته ژمن وي او دي.
بل لورته د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان د خبریال ملي ورځې په مناسبت وايي، د طالبانو له تسلط وروسته په هېواد کې د رسنیو او بیان آزادۍ فضا په شدت محدوده شوې ده.
یاد سازمان د خبریال ملي ورځې په مناسبت د خبریالانو او خپلواکو رسنیو له حقونو د ملاتړ ترڅنګ، د خوندیتوب او معلوماتو ته پر وخت لاسرسي ټینګار کړی دی.
د کب ۲۷ مه د خبریال ملي ورځ داسې مهال راځي، چې طالبانو په افغانستان کې د بیان پر آزادۍ او د رسنیو پر خپلواکۍ بندیز لګولی دی.
افغان خبریالان هم له دې حالته ستړي او د خلاصون لار ګوري.