فنلنډیان تر تر ټولو خوشحاله او افغانان تر ټولو غمجن ملتونه دي
د نړۍ تر ټولو د خوشحاله او غمجنو ملتونو د ډلبندۍ په کلني راپور کې افغانان یو وار بیا تر ټولو خفه او فنلنډیان تر ټولو خوشحاله وګړي اعلان شول.
فنلنډ د پرلپسې آتم کال لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد ونومول شو او امریکا د خپل تاریخ تر ټولو ټیټې درجې ته راولوېده.
د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړیوالې خوشحالۍ راپور چې پرون خپور شو، فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشاله هېواد اعلان کړ.
په دې ډلبندۍ کې، چې د آکسفورډ پوهنتون د هوساینې څېړنیز مرکز ترسره کړی، د اروپا نور شمالي هېوادونه هم د خوشحاله هېوادونو په سر کې ځای لري. ډنمارک، آیسلنډ او سویډن له فنلنډ وروسته، دویم، درېیم او څلورم مقامونه لري.
افغانستان یو ځل بیا په دې ډلبندۍ کې تر ټولو غمجن هېواد بلل شوی دی او افغان مېرمنې وايي چې د دوی ژوند په ځانګړې توګه سخت شوی.
سیرا لیون چې د لوېدیځې افریقا هېواد دی، دویم تر ټولو ناخوښ هېواد نومول شوی، او لبنان له آخر څخه درېیم مقام لري.