د معدنونو په استخراج سره په افغانستان کې بې وزلي کموو
(last modified Thu, 27 Mar 2025 10:01:00 GMT )
Mar 27, 2025 14:31 Asia/Kabul
  • د  معدنونو په استخراج سره په افغانستان کې بې وزلي کموو

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې د هېواد د کانونو په استخراج او سوداګرو ته د ځمکې په وېشلو سره بې وزلي کموي.

د طالبانو ارګ نن  د کوچني  اختر په مناسبت د هیبت الله پیغام خپور کړ چې د ډلې مشر پکې له اسلامي هیوادونو سره د تعامل غوښتنه وکړه.

هیبت الله په دغه پیغام کې زیاته کړې ده:«موږ غواړو چې له نورو هېوادونو سره ګټورې اړیکې ولرو.»

د طالبانو مشر څرګنده کړې چې نور هېوادونه باید د دې ډلې ارزښتونو ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

په دغه پیغام کې هبت الله یوازې د افغانستان نارینه وو ته د اختر مبارکي ورکړې او د هېوادوالرو ترمنځ یې د یووالي غوښتنه کړې ده.

د طالبانو مشر په داسې حال کې له نورو هېوادونو سره د اړیکو غوښتنه کړې چې تر اوسه هېڅ هېواد دا ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.