بلغاریا د ۱۸ افغانانو د مړینې په تور ۵ کسان محاکمه کوي
د بلغاریا د پلازمېنې صوفیې مطبوعاتي مرکز اعلان کړی چې د دې ښار د څارنوالۍ دفتر پنځه کسان له یوې منظمې جنایتکارې ډلې سره د تړاو او د انسانانو د قاچاق په تور محاکمه کوي.
دغه کسان په ۲۰۲۳ کال د ۱۸ افغان کډوالو د مړینې په قضیې کې تورن دي. د محاکمې نېټه لا نه ده ټاکل شوې.
د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۱ لمریز کال د سلواغې میاشتې په وروستیو کې، د ۱۸ افغان کډوالو مړي له صوفیې ښاره ۱۶ کیلومتره لیرې، “لوکورسکو” کلي ته څېرمه، په یوه لارۍ کې وموندل شول.
یادې لارۍ تر ۵۰ زیات کسان د لرګیو تر بار لاندې پټ کړي وو.
د بلغاریا رسنیو راپور ورکړی چې د تورنو کسانو له ډلې دوه کسانو لیدلي وو چې افغان کډوال پر یو بل د سخت فشار له امله سمه ساه نه شي اخیستی، خو سره له دې، د لارۍ دروازې یې تړلې وې او خپل سفر ته یې دوام ورکړ.
د دې کډوالو مړي څو میاشتې وروسته، د ۱۴۰۲ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې، له صوفیې څخه کابل ته انتقال شول.