په کابل کې د افغانستان او ایران اقتصادي غونډه ترسره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158932-په_کابل_کې_د_افغانستان_او_ایران_اقتصادي_غونډه_ترسره_شوه
پارس‌تودی - د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ د دواړو هېوادونو د استازو د یوې تخنیکي غونډې د ترسره کېدو خبر ورکړ، چې د تهران - کابل اقتصادي تړون د بشپړ تطبیق په موخه وه.
(last modified 2025-04-11T06:11:55+00:00 )
Apr 11, 2025 10:38 Asia/Kabul
  • په کابل کې د افغانستان او ایران اقتصادي غونډه ترسره شوه

پارس‌تودی - د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ د دواړو هېوادونو د استازو د یوې تخنیکي غونډې د ترسره کېدو خبر ورکړ، چې د تهران - کابل اقتصادي تړون د بشپړ تطبیق په موخه وه.

د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تهران - کابل اقتصادي تړون د بشپړ تطبیق په موخه د دواړو هېوادونو د ګډې تخنیکي کمېټې د تعقیب غونډه په مرمر قصر کې ترسره شوه.

په اعلامیه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ زیاتوالی، د ترانزیټ په برخه کې د موجوده ستونزو حل، د اړینو اسانتیاوو برابرول، د کرنې په برخه کې د پرمختګ لپاره ګډې همکارۍ، د ترانسپورټ په برخه کې د اخیستل شویو پرېکړو تطبیق، په کانونو کې پانګونه او د ګمرک په برخه کې د نورو اسانتیاوو برابرولو په اړه بحث او ارزونه وشوه.

همدارنګه په دې غونډه کې د دې کمېټې د راتلونکو غونډو پر دوام او د تهران - کابل اقتصادي تړون پر بشپړ تطبیق ټینګار وشو.