افغانستان او پاکستان باید خپله خاوره د یو بل پرضد استعمال نکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې د لومړي وزیر مرستیال هم دی کابل ته د سفر په وخت وویل چې د افغانستان طالبانو راته ویلي دي چې د یوه بل خاوره به د ترهګرۍ لپاره استعمال نکړي.
اسحاق ډار پرون وویل چې پاکستان او افغانستان یوه بل تضمین ورکړی دی چې دغه دواړه هیوادونه به شرپسندو عناصرو ته اجازه ورنکړي چې د دوې خاوره دې د یوه بل پرضد د حملو یا غیر قانوني فعالیتونو لپاره استعمال کړي.
هغه وویل د دا ډول ناوړه کارونو د ترسره کیدا په بڼه کښې به پاکستان او افغانستان د دې ذمه وار وي چې د شر غواړو پرضد مناسب اقدام ترسره کړي.
د پاکستان خارجه وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار پرون د دوه ورځني سفر لپاره کابل ته ورغی چې په امنیتي مسائیلو باندې غور وکړي چې دغه چاره د اسلام اباد لخوا د ترهګرۍ په هکله له اندیښنو وروسته د دواړو هیوادونو لخوا له سختو بیانیو وروسته د اړیکو د ښه کیدا سبب شي.
د پاکستان او د افغانستان چارواکو په کابل کښې موافقه وکړه چې په یوه مثبت چاپیریال کښې د دوه اړخیزه مسائیلو د حل کولو لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړي.
د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار د افغانستان له ډیرو چارواکو سره له کتنې وروسته خبري کانفرنس ته وویل مونږ له خپل کوربه هیواد افغانستان څخه وغوښتل چې مونږ باید په سیمه کښې د پرمختګ ، د سولې او د امنیت لپاره په ګډه کار وکړو.
د دې لپاره به هیڅا ته به اجازه ورنکړل شي چې د پاکستان خاوره په افغانستان کښې د غیر قانوني فعالیتونو لپاره استعمال شي او دغه راز افغانستان به هم اجازه ورنکړي چې خاوره یې د پاکستان پرضد وکارول شي.
د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار وویل څرنګه چې زه دلته افغانستان خپل دوهم کور ګڼم او پاکستان هم د افغانستان د خلکو دوهم کور دی


