ازبکستان د افغانستان د منزوي کیدا د مخنیوي غوښتنه وکړه
د ازبکستان ولسمشر ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له طالبانو سره جوړجاړي خبرو اترو ته واریده شي او د افغانستان د منزوي کیدا مخه ونیسي.
تسنیم خبري اژانس راپورورکړی ، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د پانګونې په ټولنې کې پخپلې وینا کې وویل؛د نړیوالې ایجنډا یوه مهمه موضوع په ګاونډي هېواد افغانستان کې د سولهییز او پایښت لرونکي پرمختګ هڅول دي.
هغه د افغانستان د جیو پولیټیکي موقعیت په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «نن سبا تر بل هر وخت د افغانستان له طالب حکومت سره د جوړجاړي خبرو اترو او په نړیواله کچه د هغوی د انزوا د مخنیوي اهمیت زیات دی.
د ازبکستان ولسمشر د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د ټولو ګاونډیو هېوادونو د اوږدمهاله پرمختګ لپاره اساسی عامل وباله او ټینګارئې وکړ چې په دې هېواد کې تل پاتې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده.
که څه هم ازبکستان تر اوسه د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له کابل سره ئې پراخې ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې ټینګې کړې دي.
تر دې وړاندې هم د ازبکستان ولسمشر خبرداری ورکړی و چې افغانستان باید په حاشیې کې ونه لوبول شي او هېر نه شي.
میرضیایف ویلي وو: مونږ په دې باور یو چې د افغان اړخ په فعاله توګه د سیمهییزو اقتصادي پروسو، په ځانګړې توګه د پانګونې او بیخ بنایي پروژو او ټولنیزو برخو د بیا رغونې په برخه کې شاملول مهم دي.»
هغه زیاته کړې وه: «مونږ هیله لرو چې د نړیوالې ټولنې او افغان چارواکو ترمینځ د جوړجاړي خبرو اترو د اسانتیا او اوسنيو ژمنو د پوره کولو لپاره درک او ملاتړ رامنځته شي.