مجاهد: له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162046
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې سرپرست حکومت د خپلې واکمنۍ له پیله په دې هڅه کې وو، چې د نړیوالې رسمیت پېژندنې پر وړاندې حقوقي او سیاسي خنډونه له‌منځه یوسي، او د روسیې له خوا د رسمیت پېژندلو اقدام د افغانستان د بهرني سیاست د پرله‌پسې خبرو اترو او ډیپلوماټیکو هڅو پایله ده، چې اوس یوه نوي پړاو ته داخل شوی دی.
(last modified 2025-07-06T10:39:58+00:00 )
Jul 06, 2025 15:04 Asia/Kabul
  • مجاهد: له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړو

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې سرپرست حکومت د خپلې واکمنۍ له پیله په دې هڅه کې وو، چې د نړیوالې رسمیت پېژندنې پر وړاندې حقوقي او سیاسي خنډونه له‌منځه یوسي، او د روسیې له خوا د رسمیت پېژندلو اقدام د افغانستان د بهرني سیاست د پرله‌پسې خبرو اترو او ډیپلوماټیکو هڅو پایله ده، چې اوس یوه نوي پړاو ته داخل شوی دی.

مجاهد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، باید ټول هېوادونه د امریکا پرېکړې ته په تمه نه‌وي.

نوموړي له واشنګټنه هم وغوښتل چې د روسیې په څېر یو زړور ګام واخلي او له کابل سره رسمي تعامل پیل کړي.

نوموړی وايي، سرپرست حکومت غواړي له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولري او د سیمې او نړۍ تر منځ د نښلون ټکی شي.