آیا په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور اړین وو؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164080-آیا_په_افغانستان_کې_د_امریکا_پوځي_حضور_اړین_وو
پارس ټوډې - یوې امریکايي موسسې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو کلیزې په اړه یوه مقاله خپره کړې.
(last modified 2025-09-02T05:31:19+00:00 )
Sep 02, 2025 09:59 Asia/Kabul
  • آیا په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور اړین وو؟

پارس ټوډې - یوې امریکايي موسسې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو کلیزې په اړه یوه مقاله خپره کړې.

د Responsible Statecraft په نوم امریکايي موسسې د « Rosemary Kelanic رزمري کیلانیک» په قلم په یوه مطلب کې لیکلي: د ۲۰۲۱ کال د اگست په ۳۰ مه، له افغانستانه د متحده ایالاتو له وتلو څخه څلور کاله تېر شول. دا وتل د نږدې ۲۰ کلنې اشغال پای وو، چې د پوځي ماموریتونو د بې پایه پراختیا یوه بېلگه کیدی شي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې د له منځه وړلو لپاره پیل شوې محدوده مداخله، په یوه نامحدوده عملیاتو بدله شوه، چې امریکا ته یې درانه لگښتونه درلودل. په دې کلونو کې، ۲۳۳۴ امریکايي پوځیان ووژل شول او له ۲۰ زرو زیات نور ټپیان شول.

په افغانستان کې د امریکا پالیسۍ د «ملت‌جوړونې» او ډموکراسۍ پر جوړولو ولاړې وې، په یوه داسې هېواد کې چې د لوېدیځ له کلتور او سیاسي شرایطو سره توپیر لري، چې په نهایت کې په ناکامۍ پای ته ورسېدې. دې پالیسیو ونشو کړای د افغانستان په ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو کې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي.

پرځای یې، متحده ایالات د هغو گواښونو پر وړاندې تمرکز کولو پرځای چې د مقابلې ادعا یې کوله، په پیچلو پروژو کې ښکېل شول، چې نه یوازې بریالۍ نه وې، بلکې درانه انساني او مالي لگښتونه یې درلودل.

خو لا هم د امریکا پالیسي جوړوونکي د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د پوځي حضور د توجیه کولو په هڅه کې دي، حال دا چې شواهد ښيي، هغه گواښونه چې دوی یې د مقابلې ادعا کوي، پرته له پوځي اشغال څخه کنټرولېدلی شي. دا ټکی د راتلونکي امنیت لپاره خورا درس ورکوونکی دی. له همدې امله، متحده ایالات کولای شي د خپل پلان له مخې، په سپټمبر کې په عراق کې خپل ماموریت پای ته ورسوي او تر ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې خپل ۲۵۰۰ پوځیان له دې هېواد څخه وباسي.

همدا راز، دا تحلیل د سوریې او له لسو زیاتو افریقايي هېوادونو څخه د امریکا د وتلو منطقي دلایل پیاوړي کوي. دا موضوع ښيي چې امریکا باید په بشپړه توگه له دې سیمو خپل حضور کم کړي.

په پایله کې، ویلی شو چې د نورو هېوادونو د پوځي حضور لپاره د متحده ایالاتو پالیسۍ د ریښتینو امنیتي لومړیتوبونو له پامه غورځولو نښه وه. دا تېروتنې د دې لامل شوې چې امریکا نه یوازې خپل لومړني اهداف ترلاسه نه کړي، بلکې په یوه بې پایه او ناکاره جگړه کې خپل ډېرې سرچینې او ځواکونه له لاسه ورکړي. دا تجربې باید د راتلونکو بحرانونو لپاره د امریکا د پالیسیو لپاره درسونه وي.