پرون له دوه زرو څخه زیاتې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې
Sep 10, 2025 11:48 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون ۲۲۹۳ افغانې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن راپور ورکړ ۱۳۰۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۲۳۸ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۲۴ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، ۲۶ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې او ۶۰۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دوه ورځې وړاندې هم، له ۲۰۰۰ څخه ډیرې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې.
له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو کډوالو وتل دوام لري او په وروستیو ورځو کې زیات شوي دي.
ټیګونه