طالبانو په پنجشیر ولایت کې په بشپړ ډول تصویري نشرات بند کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164494-طالبانو_په_پنجشیر_ولایت_کې_په_بشپړ_ډول_تصویري_نشرات_بند_کړل
د طالبانو حکومت په یوه تازه پرېکړه کې په پنجشیر ولایت کې تصویري نشرات په بشپړ ډول بند کړل.
(last modified 2025-09-12T01:19:56+00:00 )
Sep 12, 2025 05:43 Asia/Kabul
  • طالبانو په پنجشیر ولایت کې په بشپړ ډول تصویري نشرات بند کړل

د طالبانو حکومت په یوه تازه پرېکړه کې په پنجشیر ولایت کې تصویري نشرات په بشپړ ډول بند کړل.

په ‏پنجشیر کې د طالبانو د ولایت ویاند سیف‌الدین لټون، رسنیو ته ویلي چې، د دولتي او خصوصي رسنیو پر تصویري نشراتو یې بندیز لګولی دی.

لټون زیاته کړې چې، دا پرېکړه د دې ولایت د سیمه ییزو چارواکو له خوا نیول شوې ده.

افغانستان کې د طالبانو له بیا حاکمیت را وروسته رسنیز بهیر له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د نظر خاوندان وایي طالبانو په بشپړ ډول رسنۍ او د بیان ازادۍ سانسور کړي او لاهم هڅه کوي د حقایقو د خپراوي لپاره په ځینو ولایتونو کې محدودیتونه زیات کړي.

په پنجشیر ولایت کې د رسنیو پر انځوریزو نشراتو د بندیز لګېدو لامل لا نه دی معلوم شوی او نه هم طالبانو په دې تړاو واضح څه ویلي دي.