د پاکستان مشران باید لسموونکي بیانیې خپرې نکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د پاکستان مشران باید له لسموونکي بیانو خپرولو ډډه وکړي او زیاته یې کړه چې افغانستان په پاکستان کښې د ترسره کیدونکو حملو مسوول نشي ګڼل کیدلای.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې پاکستان په ځلونو ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې غړي په ازادۍ سره په افغانستان ترهګر فعالیتونه او د ترهګرې روزنې کوي او هغوې د افغانستان له خاورې په پاکستان بریدونه کوي.
پاکستان په ځلونو له طالبانو غوښتي دي چې له خپل ګاونډي هیواد پاکستان سره د اړیکو د ساتلو یا ترهګرو ته د پناه ورکولو ترمینځ یو شی انتخاب کړي.
د افغانستان طالبانو د پاکستان لخوا لګیدلي تورونه رد کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې رسنیو ته د بیانیو ورکول چاپیریال خرابوي او د پوځي اقدام ترسره کول عقلاني کار نه دی.
هغه وویل د دې پرځاې خبرې باید وشي او د یوبل هیوادونه دې سفرونه وشي او دغه کار به د دواړو لورو ترمینځ باور رامینځته کړي.
مجاهد وویل د افغانستان حکومت له اوسني چاپیریال او پروپاګنډې خوشحال نه دی او دا چاره د افغانستان او د پاکستان په ګټه نه ده.
د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په پاکستان کښې د ترهګرو او وسله والو ډلو لخوا حملې د اوس وختونو چاره نه ده بلکې دغه حملې له دوه زره دریم میلادي کال راهسې روانې دي.
هغه وویل پاکستان باید د دغو حملو د شنډولو لپاره ګامونه واخلي او اسلام اباد باید له افغانستان سره اطلاعات شریک کړي چې په دې ډول مونږ هڅه وکړو چې له دغو ګواښونو سره مقابله وکړو.