هند نوي ډیلي ته د امیرخان متقي سفر تایید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165422-هند_نوي_ډیلي_ته_د_امیرخان_متقي_سفر_تایید_کړ
د افغان رسندویو له راپور سره سم هند تایید کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو جګپوړی غړی مولوي امیرخان متقي ته د معافیت اجازه ورکړې ده څو د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې نوي ډېلي ته سفر وکړي.
(last modified 2025-10-04T02:54:24+00:00 )
Oct 04, 2025 07:22 Asia/Kabul
  • هند نوي ډیلي ته د امیرخان متقي سفر تایید کړ

د افغان رسندویو له راپور سره سم هند تایید کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو جګپوړی غړی مولوي امیرخان متقي ته د معافیت اجازه ورکړې ده څو د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې نوي ډېلي ته سفر وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال وویل چې دا معافیت شته، خو د سفر جزئیات یې شریک نه کړل او زیاته یې کړه چې رسنۍ به وروسته تازه معلومات ترلاسه کړي.

متقي چې پر سفر یې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ملګرو ملتونو له لوري بندیز دی، تمه کېږي چې د اکتوبر په ۹مه یا ۱۰مه نوي ډیلي ته ورسېږي.

دغه سفر د یوې مهمې ډیپلوماټیکې پېښې په توګه کتل کېږي، ځکه چې هند تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د جمعې په ورځ یې هغه د «افغان بهرنیو چارو وزیر» په نوم یاد کړ.