رسنیزې سرچینې وایي، پاکستان د افغانستان پلازمینه کابل په نښه کړی دی
وروسته له هغې چې تېره شپه د افغانستان پلازمینه کابل کې د پرلپسې دوه بریدونو خبرونه ورکړل شول، د پاکستان پوځ ته نږدې ټولنیزو رسنیو ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر نور ولي محسود یې په نښه کړی.
په افغانستان کې د طالبانو واټساپ ګروپونو څخه خپاره شوي غږونه کې هم ویل شوي، چې د کابل ولایت عبدالحق څلور لارې ته څېرمه په یو فرونر موټر برید شوی، خو سیمه تړل شوې، په اسمان الوتکې ګرځي او د پېښې ځای ته څوک نه ور پرېښودل کیږي.
په داسې حال کې چې د کابل په اسمان د الوتکو ویډیوګانې خپرې شوي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې چاودنې تائید کړي او ویلي، چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
هغه لیکلي: «خو څوک دې تشویش نه کوي، خیر او خیرت ده، د حادثې پلټنه روانه ده، تر اوسه د کوم زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.»
بلخوا رسنیو د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي محسود ته منسوب غږ خپور شوی، چې هغه په کې د نوموړي د وژل کېدو خبرونه ردوي.
تر اوسه د ترسره شوي برید د جزیاتو په اړه پاکستان او یا هم طالبانو څه ندي ویلي.