له افغانستان سره به د داسې لوبو پایلې ښې نه وي"
زمونږ خبریال راپور راکړي د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چې هند ته په سفر تللی د کابل د چاودنې او د پکتیکا د برید په هکله ویلي،
زما معلومات دا دي، چې په کابل کې د یوې چاودنې غږ اورېدلی شوی، خو د شپې تر پایه له لټون وروسته کوم تلفات نه دي موندل شوي، او موږ تر اوسه نه پوهېږو چې دا غږ د څه شي و، ایا دا هلته د معادن کارکوونکو کومه چاودنه کړې یا بله څه خبره وه."
هغه زیاته کړه: "خو په لېرې پرتو سرحدي سیمو کې ځینې بریدونه شوي دي چې موږ یې غندنه کوو، او دا د پاکستان د حکومت یوه تېروتنه بولو. دا ډول مسائل د زور له لارې نه حل کېږي."
ښاغلي متقي وویل: "موږ د تفاهم او خبرو دروازې پرانیستې ساتلي دي.
زموږ جغرافیایي موقعیت موږ ته دا فرصت راکوي چې یوه مهمه تجارتي لاره ولرو، نو باید له دې فرصته ګټه واخیستل شي. موږ چې څنګه له هند سره ښې اړیکې غواړو، همداراز له پاکستان سره هم ښې اړیکې غواړو، خو دا یوازې د یوې خوا له لوري نه کېږي، بلکې د دواړو خواوو له لوري کېدای شي.
ښاغلي متقي زیاته کړه: "نو ځکه باید راتلونکي کې دا ډول تېروتنه تکرار نه شي، او د افغانانو زغم باید و نه ازمویل شي.
که څوک داسې عمل کولو ته زړه ښه کوي، نو باید یو ځل له انګرېزانو، شوروي اتحاد امریکا، او ناټو وپوښتي.
هغوی به تاسو ته ووایي چې له افغانستان سره د دې ډول لوبو پایله ښه نه وي."
د طالبانو دفاع وزارت وویل پاکستان ''د کابل د حریم خلاف ورزۍ کړي ده او په پکتیکا ولایت کې یې پر یوه بازار بمباري کړې.
د پاکستان پوځ څه وايي؟
پاکستان رسماً په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د جمعې پر ورځ پېښور کې د یوې خبري غونډي په ترڅ کې د پاکستاني پوځ له ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري په دې هکله پوښتنه وشوه، چې نوموړي له څرګند ځواب ورکولو ډډه وکړه او یوازې دومره یې وویل: ''د پاکستان خلکو د سر او مال خوندیتوب لپاره به اړین اقدامات وشي او کېږي به.''
جنرال چودري په کابل کې د تېرې شپې چاودنې له یادولو پرته د پاکستان هغه تورونه تکرار کړل، چې کواګې پاکستان کې د ناامنیو د لاملونو په لست کې، په افغانستان کې، د هغو وسله والو شتون دی چې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي.
نوموړي، ''د نشنل اېکشن پلان نه عملي کېدل، د ترهګرۍ پر موضوع سیاست، د هند له لوري د مرکز په توګه د افغانستان خاوره کارول، په افغانستان کې ترهګرو لپاره د خوندي پټنځایونو او وسلو شتون، د ترهګرۍ تر شا د ترهګرۍ جرمونو یوه ټولګه، چې سیاسي ملاتړ هم لري'' هغه لاملونو یاد کړل، چې د نوموړي په وینا له کبله یې اوس هم پاکستان کې د ناامنۍ پېښې کېږي.
د پاکستاني پوځ ویاند ادعا وکړه، چې افغان وګړي پاکستان کې د سخت دریځۍ په پېښو کې لاس لري.
د پېښور په کور کمانډر هاوس یا قول اردو کې د خبرو پر مهال نوموړي زیاته کړه، په دوحه هوکړه کې ویل شوي و، چې افغان خاوره به ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي، خو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې وسلې پرېښوول شوې، چې د سخت دریځو لاسونو ته ورسېدې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا بیا ویلي چې دا د اسلام اباد تورونه دي او دغه ادعاوې یې په کلکه رد کړې دي.