فلسطینی ملت به هم یوه ورځ د آزادۍ اختر وګوري
د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر فلسطیني ملت ته په یوه پیغام کې د دوي د همت او مقاومت په دوام باندې په ټینګار سره وویل؛د افغانانو په څېر به چې له پنځوس کلنو بحران وروسته بریالي شول، فلسطینیان به هم یوه ورځ د بریا او آزادئ خوند وڅکي.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني د فلسطیني ملت هڅو او مقاومت ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د دوي همت او مقاومت به حتما پایله ولري.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د پنځوس کلن بحران او جګړې په دوام کې د افغان ولس مقاومت ښودلې چې مقاوم ملتونه به په پای کې بریالي شي.
سراج الدین حقاني فلسطیني ولس ته په خطاب کې وویل: «تاسو خپل همت له لاسه مه ورکوئ او د افغانانو په څير چې پر مجاهد افغانستان ملت، له ۵۰ کلونو جګړو او تیریو وروسته د صبر او هڅو په مرسته بریالي شول، تاسو به هم یوه ورځ د آزادۍ اختر وګورئ.»
هغه په خپل پیغام کې له فلسطیني ملت څخه غوښتنه وکړه چې د مقاومت او د خپلو حقوقو د دفاع په لاره کې ثابت قدم پاتې شي او نا امیده نه شي، ځکه چې په پاي کې «بریا د همت او صبر له لارې ترلاسه کېږي.»
حقاني ټینګار کړی، چې پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم حملې د فلسطینيو خلکو پر وړاندې یو نه بخښونکی جنایت دی.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر پیغام په داسې حال کې خپور شوی چې د فلسطین بحران او د غزې او لویدیځې غاړې وضعیت لا هم د سیمې او نړیوالو یوه تر ټولو حساسه مسئله ده.د افغانستان طالبانو تل د فلسطیني ملت ملاتړ او د اسرائیلي نیواکګرۍ د محکومولو پالیسي په خپلو رسمي اعلامیو او پیغامونو کې څرګنده کړې ده.