طالبان: د پاکستان پر وړاندې له نويو تحرکاتو ډډه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166072-طالبان_د_پاکستان_پر_وړاندې_له_نويو_تحرکاتو_ډډه_کوو
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دوحه کې د دوی د مرکچي پلاوي د درناوي ساتلو لپاره له پاکستاني ځواکونو سره له نويو نښتو څخه ډډه کوي.
(last modified 2025-10-18T09:02:34+00:00 )
Oct 18, 2025 13:29 Asia/Kabul
  • طالبان: د پاکستان پر وړاندې له نويو تحرکاتو ډډه کوو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دوحه کې د دوی د مرکچي پلاوي د درناوي ساتلو لپاره له پاکستاني ځواکونو سره له نويو نښتو څخه ډډه کوي.

مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دوی د دفاع وزیر یعقوب مجاهد په مشرۍ د طالبانو پلاوی له پاکستاني پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.

هغه زیاته کړې چې پاکستان تېره شپه یو ځل بیا پر پکتیکا ولایت برید کړی او د ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شوی دی.

د طالبانو ویاند دا نه ده څرګنده کړې چې د تېرې شپې په برید کې څومره ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

طالبانو د پاکستان بریدونه تېری او د افغانستان د حریم ښکاره نقض بللی او دا اقدامات یې د جګړې د اوږدولو هڅه یاده کړې ده.

د طالبانو په وینا، دوی د خبرو اترو له لارې پر سوله ییز حل باور لري.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې له تېرو دوو اونیو راهیسې روانې دي او په دې موده کې د ملکيانو  په ګډو، لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.