نن د تورخم دروازه په یو طرفه ډول پرانیستل کیږي
په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب وايي، د جمعې په مازدیګر (د لړم ۹مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ورته رسماً ډاډ ورکړی، چې د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د تورخم لاره یوازې د ستنېدونکو افغانانو لپاره پرانېزي.
په همدې حال کې د طالبانو سرحدي پولیسو هم خبر ورکړی، چې د تورخم لویه لار به نن له پاکستان څخه د را ستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانیستل شي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د تلې پر ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او طالبانو بیا په دویمه شپه (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره فرضي کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبان رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.
سره له دې چې دواړه لوري بیا د اوربند او سولې لپاره په دوحه او استانبول کې سره جرګه شول، خو له شاخوا ۲۰ ورځو راهیسې دغه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده وه.