د افغانستان په نړیوال نندارتون کې د ایران قوي شتون
Nov 16, 2025 02:30 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت، له ۴۰ څخه زیاتو صنعتي او سوداګریزو شرکتونو سره، د افغانستان په ترټولو لوی کلني سوداګریز نندارتون کې خپل صادراتي او تولیدي ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کوي.
د بریښنا او انرژۍ، ساختماني، مخابراتو، ماشینري، کرنې، خوړو او پیټرو کیمیکل په برخو کې له ۴۰ څخه ډیر مخکښ ایراني شرکتونه به د افغانستان په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي، چې د نومبر له ۱۷ څخه تر ۲۰ پورې به ترسره شي.
په ورته وخت کې، د ایران د سوداګرۍ خونې یو لوړ پوړی پلاوی او د اتحادیو او شرکتونو ۷۰ کسیزه پلاوی به د افغان چارواکو سره کاري غونډې او سوداګریز کنفرانسونه ترسره کړي. د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ۷ سلنه وده کړې او هدف یې دا دی چې په نږدې راتلونکي کې تبادلې ۱۰ ملیارد ډالرو ته لوړې شي.
ټیګونه