ایران له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168714-ایران_له_افغانستان_سره_د_اړیکو_پراختیا_غواړي
په کابل کې د ایران مرستیال سفیر ویلي چې ایران له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره کوشش کوي.
(last modified 2025-12-22T07:15:33+00:00 )
Dec 22, 2025 11:42 Asia/Kabul
  • ایران له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي

په کابل کې د ایران مرستیال سفیر ویلي چې ایران له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره کوشش کوي.

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې په کابل کې د ایران مرستیال سفیر سید حسین مرتضوي، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د هرات له والي شیخ مولانا اسلام جار سره ولیدل او د کډوالو د ستونزو، د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او سوداګریزې همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې.

سید حسین مرتضوي په دې غونډه کې وویل چې ایران له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره کار کوي او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د خلکو لپاره د ویزې د ورکولو پروسه ساده او اسانه کړي.

له دې مخکې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي وو چې تهران غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي.

په دې غونډه کې، د هرات والي مولانا اسلام جار هم د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د دغه هیواد په زیاتو هڅو ټینګار وکړ او د افغان اتباعو لپاره د ویزې د اسانتیا لپاره یې له اړوندو ادارو څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه. د هرات والي په دوام کې وویل چې طالبان د ایران له اسلامي جمهوریت سره ښې او باثباته اړیکې غواړي، او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو په خلکو پورې اړونده سوداګرۍ، ټرانزیټ او چارو ته اسانتیا برابرول د دواړو خواوو لپاره مهم او رغنده دي.