د افغانستان د سوداګرۍ کچه 13.9میلیارډ  ډالرو ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169282-د_افغانستان_د_سوداګرۍ_کچه_13.9میلیارډ_ډالرو_ته_ورسېده
په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ ټولیزه اندازه  ، سره له دې چې ګڼ خنډونه موجود وو ، ۱۳٫۹ میلیارډ ډالرو ته ورسېده او صادرات او واردات دواړه زیات شول.
(last modified 2026-01-06T21:29:56+00:00 )
Jan 07, 2026 01:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سوداګرۍ کچه 13.9میلیارډ  ډالرو ته ورسېده

په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ ټولیزه اندازه  ، سره له دې چې ګڼ خنډونه موجود وو ، ۱۳٫۹ میلیارډ ډالرو ته ورسېده او صادرات او واردات دواړه زیات شول.

د تسنیم خبري اژانس   د راپور له مخې، د افغانستان د  طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې په تېر میلادي کال  کې د افغانستان صادرات او واردات، سره له هغو ستونزو او ننګونو چې د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله رامینځته شوي وو، منفي اغېزې نه دی درلودلي  او د تېر کال په پرتله ئې زیاتوالی درلود.

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال پر مهال د افغانستان د سوداګرۍ ټول ټال اندازه  ۱۳ میلیارډ او ۹۳۲ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی، چې له هغو څخه ۱ میلیارډ او ۸۰۷ میلیونه ډالر صادرات او کابو  ۱۲ میلیارډ  او ۱۲۵ میلیونه ډالر واردات جوړوي.

ددغه  وزارت  په اعلامیې کې راغلی دي ، د افغانستان د صادراتو لویه برخه د هند، پاکستان، ازبکستان، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، ایران، ترکیې، چین، عراق او تاجکستان له بازارونو سره  ترسره شوې ده.

راپور همداراز منلې چې د افغانستان د وارداتو اصلي بازارونه ایران، متحده عربي امارات، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، روسیه، قزاقستان، مالیزیا او هند دي، او د وارداتو عمده توکي تجهیزات او د ګاډو پرزې، تیلی  محصولات، غلې دانې، برقي تجهیزات او ماشین‌آلات، د پنبې ټوکر ، نباتي غوَړي، سمنټ، مصالحې، وريجې، بوره، لبنیات او د مصرف وړ کالي دي.

سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ سوداګریزې لارې له محدودیتونو او خنډونو سره مخ دي، د طالبانو چارواکو تل ټینګار کړی چې د دغو لارو بیا پرانیستل یوازې هغه وخت شوني دي چې د ناوړه استفادې او سیاسي دباؤ د مخنیوي لپاره لازم تضمینونه موجود وي. له همدې امله، د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي او د صادراتو او وارداتو د ودې تر څنګ، د سوداګرو د ګټو ساتنه او د خلکو د اقتصادي اړتیاوو پوره کول لومړیتوب ګڼل کېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ا....مجاهد» تر دې وړاندې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د پرانیستلو په اړه د افغانستان دریځ روښانه کړی و او خبرداری ئې ورکړی و چې د پاکستان له لورې د سوداګریزو او ټرانزیتي لارو غیر قانوني  تړل او له دې لارو د سیاسي او اقتصادي دباؤ  د وسیلې په توګه کار اخیستل، د دواړو هېوادونو خلکو او سوداګرو ته جدي زیانونه اړولي دي.