پاکستان د بند پاتې افغان ترانزیټي توکو صادرېدو ته اجازه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169504-پاکستان_د_بند_پاتې_افغان_ترانزیټي_توکو_صادرېدو_ته_اجازه_ورکړه
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، هغه افغان ټرانزیټي توکي چې اوس مهال کراچۍ او ګوادر بندرونو اومختلفو کرښو کې بند دي، د صادرولو اجازه ورکوي.
(last modified 2026-01-13T07:30:02+00:00 )
Jan 13, 2026 11:51 Asia/Kabul
  • پاکستان د بند پاتې افغان ترانزیټي توکو صادرېدو ته اجازه ورکړه

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، هغه افغان ټرانزیټي توکي چې اوس مهال کراچۍ او ګوادر بندرونو اومختلفو کرښو کې بند دي، د صادرولو اجازه ورکوي.

د خبرپاڼې له مخې دا اجازه د صادروونکو له غوښتنې وروسته ورکړل شوې ده.

خبرپانه کې ویل شوی، چې دغه پرېکړه د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې (FBR) له ځانګړي استثنا وروسته شوې ده.

د طالبانو د حکومت اړوندو ادارو تر اوسه د پاکستان د دغه اقدام په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلای.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې میاشتې کېږي، چې د طالبانو او پاکستان سوداګري په بشپړه توګه تړل شوې ده.