د طالبانو خارجه وزارت له هند سره د اړیکو پياوړتیاته لومړیتوب ورکوي
طالبانو ویلي چې له هندوستان سره د اړیکو پیاوړې کول د دې ډلې په بهرني سیاست کښې شامل دي.
د فارس خبري آژانس په لیکنه، د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي ویلي چې د متقابل احترام په بنیاد له هند سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د افغانستان د بهرني سیاست یو مهم لومړیتوب دی.
د طالبانو د خارجه وزیر د دفتر مشر محب ا... وثیق د «ایکس» له لارې یو پيغام کښې، په متوازن بهرني سیاست باندې په ټینګار سره وویل: د متقابل احترام د اصل له مخې له هند جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، د افغانستان د بهرني سیاست مهم لومړیتوب دی.
دا څرګندونې په داسې حال کښې شوې دي چې په دې وروستیو میاشتو کښې د طالبانو د بهرنیو چارو، د صنعت او تجارت او د روغتیا وزیرانو، د دوه اړخیزو اړیکو او ملګرتیاو د پياوړتیا په موخه نوي ډیلي ته سفرونه کړي دي.
له هندوستان سره د اړیکو په پياوړتیا باندې ټینګار، له پاکستان سره د افغانستان په اړیکو کښې د شخړې له زیاتیدو سره هممهاله شوی دی.