یوناما: افغانستان کې د جګړې د ناچادو توکو ډېری قربانیان ماشومان دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170358-یوناما_افغانستان_کې_د_جګړې_د_ناچادو_توکو_ډېری_قربانیان_ماشومان_دي
په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) ویلي چې ماشومان د جګړې له پاتې شونو د چاودنو له امله تر ټولو زیات زیانمن کېږي او د ټولو تلفاتو شاوخوا ۸۰سلنه جوړوي.
(last modified 2026-02-04T03:00:07+00:00 )
Feb 04, 2026 07:23 Asia/Kabul
  • یوناما: افغانستان کې د جګړې د ناچادو توکو ډېری قربانیان ماشومان دي

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) ویلي چې ماشومان د جګړې له پاتې شونو د چاودنو له امله تر ټولو زیات زیانمن کېږي او د ټولو تلفاتو شاوخوا ۸۰سلنه جوړوي.

یوناما پرون (سه‌شنبه، د سلواغې په ۱۴مه) پر خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغانستان د جګړې له پاتې مهماتو د چاودنو له امله د لوړې مرګ‌ژوبلې له پلوه په نړۍ کې درېیم هېواد دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ماشومان ډېری وخت د لوبو پرمهال یا له ناچاودو مهماتو سره د تماس پرمهال قرباني کېږي.

یوناما ټینګار کړی چې عامه پوهاوی او د ماین‌پاکۍ په برخه کې جدي اقدامات کولی شي، د افغانستان د زرګونو وګړو ژوند وژغوري.