طالبانو یوځل بیا په ایران باندې د امریکې حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171374-طالبانو_یوځل_بیا_په_ایران_باندې_د_امریکې_حمله_وغندله
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له خپل عماني همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې په ایران باندې د امریکې حمله وغندله
(last modified 2026-03-12T09:23:05+00:00 )
Mar 12, 2026 13:50 Asia/Kabul
  • طالبانو یوځل بیا په ایران باندې د امریکې حمله وغندله

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له خپل عماني همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې په ایران باندې د امریکې حمله وغندله

پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي دي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره د مولوي امیر خان متقي د ټیلیفوني خبرواترو خبر ورکړ.

په دغه تماس کښې د دوه اړخیزو اړیکو او هم په سیمه کښې د وروستیو بدلونونو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د دغه وزارت په وینا، په یادو خبرواترو کښې دواړو لورو په مینځني ختیځ کښې وروستي بدلونونه وڅیړل او هغه یې اندیښمنوونکي وبلل. هغوي همداشان په ایران باندې د امریکې او اسرائیلو تیری وغنده.

د یاد رپورټ له مخې، دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمینځ به وروستیو حالاتو هم د نظرونو تبادله وکړه.