امریکا په افغانستان کښې دملګرو ملتو د ماموریت د تمدید مخالفه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171428-امریکا_په_افغانستان_کښې_دملګرو_ملتو_د_ماموریت_د_تمدید_مخالفه_ده
ټاکل شوې چې د امریکې د مخالفت په وجه، په افغانستان کښې د یوناما د ماموریت د درې میاشتني تمدید لپاره راې اخیستنه وشي.
(last modified 2026-03-15T09:24:41+00:00 )
Mar 15, 2026 13:51 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کښې دملګرو ملتو د ماموریت د تمدید مخالفه ده

ټاکل شوې چې د امریکې د مخالفت په وجه، په افغانستان کښې د یوناما د ماموریت د درې میاشتني تمدید لپاره راې اخیستنه وشي.

د فارس خبري آژانس د رپورټ په حواله د پارس ټوډی د خبر له مخې، ټاکل شوې چې د ملګرو ملتو امنیت شورا د دې اونۍ په دوشنبې، په افغانستان کښې د یوناما د مامورید د تازه کولو د پریکړه لیک د مسودې په هکله راې واخلي.

د امنیت شورا د رپورټ له مخې، په یاده غونډه کښې به د روان میلادي کال د مارچ له ۱۷ نه د جون تر ۱۷ نیټې پورې(د دریو میاشتو په موده) د یوناما د ماموریت د تمدید په سر فیصله وشي.

په یاد رپورټ کښې راغلي چې امریکې په افغانستان کښې د یوناما د ماموریت د یو کلن تمدید د پریکړه لیک له مسودې سره مخالفت کړی او په نتیجه کښې یې موافقه کړې چې دغه ماموریت دې د لنډې مودې لپاره تمدید شي.