ملګرو ملتو د طالبانو د بایکاټ شویو چارواکو نوملړ اعلان کړ
ملګرو ملتو له بندیز سره د مخامخ شویو طالب چارواکو د نومونو لسټ اپ ډیټ کړ.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس له قوله لیکلي چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو د هغو جګپوړو چارواکو نوملړ چې اپډیټ کړ چې د ملګرو ملتو په بندیزونو کښې شامل دي.
په دغو بندیزونو کښې په سفر باندې بندیز، د شتمنیو کنګل کیدل او د وسلو محدودیتونه شامل دي.
ملګرو ملتو د ښځو د حقوقو د خلاف ورزۍ او د ټولشموله حکومت د نه جوړولو په وجه په طالبانو بندیزونه لګولي دي.
د تازه شوي نوملړ له مخې، رییس الوزرا«محمد حسن آخند»، د هغه اقتصادي مرستیال «عبدالغنی برادر»، د رییس الوزرا اداري مرستیال «عبدالسلام حنفی» او د کورنیو چارو وزیر «سراجالدین حقانی» او همداشان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر «امیرخان متقی» هم د افغانستان د واکمنې کابینې له هغو ۲۲ چارواکو څخه دي چې لاهم د ملګرو ملتو په بندیزونو کښې شامل دي.
دطالبانو هغو نور چارواکي چې په دغه اپډیټ شوي نوملړ کښې شامل دي، دا دي: د کډوالو او ستنیدونکو وزیر محمد عبدالکبیر، د کلیو د پراختیا وزیر عبداللطیف منصور، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر محمد فاضل مظلوم، د لوړو زده کړو پخوانی وزیر عبدالباقي حقاني، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د سیاحت مرستیال قدرت الله جمال، له طبیعي پيښو سره د مبارزې د ادارې مشر نورالدین ترابي، د فواید عامې وزیر محمد عیسی اخوند، د ښارجوړونې وزیر نجیب الله حقاني، د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب، د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د میدان وردک والي خیرالله خیرخواه.