د طالبانو مشر: له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو
د طالبانو مشر د کوچني اختر په مناسبت یو پیغام کښې څرګنده کړه چې د اسلامي اخوت او ورورولۍ له مخې، له اسلامي نړۍ سره د ښو او کلکو اړیکو غوښتونکي یو.
د فارس خبري آژانس په حواله د پارس ټوډی د خبر له مخې، د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د وړوکي اختر په مناسبت پیغام کښې ویلي چې کابل د اسلامي اصولو په چوکاټ کښې له نورو هیوادونو سره د ښو او ګټه ورو اړیکو غوښتونکی دی.
ملا هبت الله په دوام کښې د نړۍ له نورو هیوادونو هم وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د اعتقاداتو او ارزښتونو احترام وکړي او د دې هیواد په کورنیو چارو کښې مداخله ونه کړي.
د طالبانو مشر د خپل پیغام په یوه بله برخه کښې وویل: د افغانستان واکمنه کابینه د نړۍ په هر ګوټ کښې د مسلمانانو خلاف هر ډول ناسمه تګلاره او د هغوي په حقوقو باندې تیری ظلم ګڼي او دا ډول اقدامات په سخت ټکیو غندي.
هغه د افغانستان روانو حالاتو ته په اشارې سره وویل: د څو لسیزو له جنګ او له امله یې د جهاد او د مجاهدینو له قربانیانو وروسته افغانستان د امنیت او د سراسري ثبات پړاو ته رسیدلی دی. اخوندزاده همداشان امنیت د خدای یو ډیر ستر نعمت وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.
د طالبانو مشر په دوام کښې د افغانستان د خلکو ترمینځ د یووالي او پیوستون په ضرورت هم ټینګار وکړ او له هغوي یې وغوښتل چې چې له قومي، زباني او اړخیزو تعصباتو ډډه وکړي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د اختلافاتو د مخینوي لپاره کوشش وکړي.
په دغه پيغام کښې همداشان د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د وزارت په رول او په ټولنه کښې د فساد مخنیوي ته اشاره شوې او له عالمانو او خلکو غوښتنه شوې چې د ټولنې د اصلاح، د ځوانانو د روزنې او د منکراتو د مخنیوي لباره همکاري او وملګرتیا وکړي.
د طالبانو مشر په دوام کښې د دیني زده کړې، د جوماتونو د جوړولو، د روزنیزو غونډو د ترسره کیدو او افغانستان ته له ستنیدونکو کډوالو سره د ملګرتیا په اهمیت باندې ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د افغانستان د واکمنې کابینې د حکمونو او قوانینو پیروي وکړي.
#افغانستان