اروپا په افغانستان کښې د نجونو د ښوونځیو په خلاصیدو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171568-اروپا_په_افغانستان_کښې_د_نجونو_د_ښوونځیو_په_خلاصیدو_ټینګار_وکړ
افغانستان کښې د اروپايي اتحادیې نمایندګۍ په افغانستان کښې د نجونو د ښوونځیو په دوباره پرانستلو ټینګار وکړ.
(last modified 2026-03-21T09:28:59+00:00 )
Mar 21, 2026 13:54 Asia/Kabul
  • اروپا په افغانستان کښې د نجونو د ښوونځیو په خلاصیدو ټینګار وکړ

افغانستان کښې د اروپايي اتحادیې نمایندګۍ په افغانستان کښې د نجونو د ښوونځیو په دوباره پرانستلو ټینګار وکړ.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې نمایندګۍ د نوي لمریز کال په درشل کښې په دغه هیواد کښې د نجونو د ښوونځیو په پرانستل کیدو ټینګار کړی دی.

دغه ارګان په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هیله لري د نوي تعلیمي کال په پیلیدو سره، جینکۍ وتوانیږي دوباره خپلو درسي کلاسونو ته ستنې شي.

اروپايي اتحادیې په دغه پيغام کښې زده کړې او تعلیم ته په مساوي او برابر اهمیت باندې ټینګار کړی و او هغه یې د ټولو خلکو بنیادي حق ګڼلی و.

په دوام کښې دغه ارګان د پسرلي رارسیدو ته په اشارې سره، د افغانستان خلکو ته د نوروز مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده چې د هیواد له خلکو سره نوی کال لمانځي.