افغانستان ۲۰۵ ټنه وچه میوه صادره کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171614-افغانستان_۲۰۵_ټنه_وچه_میوه_صادره_کړې_ده
پارس ټوډی- طالبانو وویل چې تیر کال ۲۰۵ ټنه وچه میوه له افغانستان څخه نړیوال بازار ته استول شوې ده.
(last modified 2026-03-23T12:07:45+00:00 )
Mar 23, 2026 16:35 Asia/Kabul
  • افغانستان ۲۰۵ ټنه وچه میوه صادره کړې ده

پارس ټوډی- طالبانو وویل چې تیر کال ۲۰۵ ټنه وچه میوه له افغانستان څخه نړیوال بازار ته استول شوې ده.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې،  د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وايي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کښې ۲۰۵ زره کیلوګرامه وچه میوه له افغانستان څخه د نړۍ مختلفو هیوادونو ته صادره شوې ده.

د طالبانو صنعت وزارت ویاند اخندزاده عبد السلام اخوند ویلي چې له نړۍ سره د افغانستان تجارت په پراخیدو دی.

د هغه په وینا، تیر میلادي کال د انځرو، انګورو او پستې او خوبانیو یا زردآلو په شمول  ۲۰۵ ټنه وچه میوه د نړۍ هیوادونو ته صادره شوې ده.

ایران، متحده عرب امارات، ترکیه، فرانسه، قبرس او تاجکستان هغه هیوادونه دي چې د افغانستان وچه میوه ورته صادریږي.