افغانستان کښې دې د نجونو ښوونځي پرانستل شي
Mar 23, 2026 16:57 Asia/Kabul
پارس ټوډی- د ملګرو ملتو ځانګړي رپورټر په افغان نجونو د زده کړې بندیز غیرقانوني وباله.
فارس خبري آژانس لیکلي دي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري حقوقو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ یوځل بیا په ښځو او جینکو باندې د زده کړې د بندیز د ختمیدو غوښتنه وکړه.
هغه د نوروز په مناسبت خپور کړي پیغام کښې لیکلي دي چې یوازې په افغانستان کښې نوی کال، د یو بل داسې تعلیمي کال پيل دی چې په کښې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته او میرمنې پوهنتون ته نه شي تلی.
هغه زیاته کړې چې دغه بندیز د منلو وړ نه دی او باید لغو شي.
طالبانو له تیرو څلورو کالو راهیسې د نجونو او ښځو په زدکړې باندې محدودیت لګولی او په خپلې دغې فیصلې لاهم ټینګار لري.
ټیګونه