د افغانستان د زعفرانو بیه ښه لوړه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171620-د_افغانستان_د_زعفرانو_بیه_ښه_لوړه_شوې
پارس ټوډی- طالبانو وویل چې د زعفرانو صادرات ۵۴ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي.
(last modified 2026-03-23T12:32:27+00:00 )
Mar 23, 2026 17:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان د زعفرانو بیه ښه لوړه شوې

پارس ټوډی- طالبانو وویل چې د زعفرانو صادرات ۵۴ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي.

پارس ټوډی د فارس خبري آژانس له قوله لیکلي دي، د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت وویل چې تیر کال د هیواد د زعفرانو صادرات په پام وړ زیاتوالي سره ۵۴ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي.

د طالبانو په وینا، دا رقم، د افغانستان په ملي اقتصاد کښې د دغه ارزښتناکه محصول د موقعیت او ودې نښه ده.

په افغانستان کښې د کوکنارو په کر باندې په بندیز سره طالبانو بزګران د زعفرانو په شمول د نورو مختلفو محصولاتو کرلو ته هڅولي دي.

د افغانستان زعفران زیاتره د هند، سعودي عربستان او امریکې بازارونو ته صادریږي.