ځیني لوبغاړي د فوټبال په ملي بوبډله کښې له شتونه تیر شول
-
فایل فوټو
پارس ټوډی - د افغانستان د فوټبال فیډریشن په ملي ټیم کښې شتون ته د ځینو لوبغاړو د ګروهنې د نشتوالي خبر ورکړی دی.
د فارس خبري اژانس د رپورټ له مخې، د افغانستان د فوټبال فیډریشن ویلي چې یوشمیر لوبغاړو په مختلفو وجوهاتو په ملي ټیم کښې له شتون څخه تیر شوي دي.
د افغانستان د فوټبال فیډریشن ویلي چې په دې وجوهاتو کښې کورنۍ ستونزې، ژوبلیدل یا ان فټ والی او به مینځني ختیځ کښې امنیتي مسائل او په کلبونو پورې اړونده ستونزې شاملې دي.
له ټیم څخه په جلا کیدونکو لوبغاړو کښې د حبیبالله عسکر، اویس عزیزی، عبدانجمحیدري، محمد نعیم رحیمي، جبار شرزه، فیصل احمد حمیدی، جمشید اڅکزی، عمید آرزو، توفیق سکندری او د رامین صافي نومونه اخیستی شو.
د افغانستان د فوټبال فیډریشن ټینګار کړی چې به ملي ټیم کښې شتون یو ملي مسئولیت او د هر لوبغاړي لپاره ستر ویاړ دی او تمه کیږي چې لوبغاړي، د خپل هیواد ملي ټیم ته لومړیتوب ورکړي.
د ملي لوبډلې مشر روزونکي خوزه انتونیو نوګیرا د لوبغاړو د دې فیصلې په غبرګون کښې وویل: له راتلونکو دوو سیالیو وروسته به خپل تمرکز، زیاتره د افغانستان په کورنیو لوبغاړو وساتم.